د پښتو او جرمني ژبو مشترک ديفتانګونه او
د پښتو ياګانو د يوې احتمالي حل لارې وړاندیز:
د پښتو ژبې پۀ اکثریته لیکل شويو ګرامرونو(خويشکي، شېرزاد، زیار، رښتین...) کې د « یاګانو »، « واوونو »، د  موضوعاتو عصري ډلبندي او دې  ته ورته ډېر نور موضوعات پۀ دودیزه ډول را پاتې دي. لا تر اوسه د افغانستان او پېښور علومو اکدمیانې او د پوهنتونونو استادان پۀ دې نۀ دي توانېدلي چې د پښتو ژبې یو متفقآ علیه لیکدود، ګرامر، د پښتو ادبیاتو ډلبندي پۀ ځانګړې توګه د ژبپوهنې څانګه او د پښتو ژبپوهنې یو نړيوال مرکز چې مجرب او متخصص غړي ولري را منځته کړي.
د پښتو ژبې  ټول ګرامرونه تر ډېره دودیز، تقلیدي او د ځينو لهجو پر بنسټ ليکل شوي دي، نو پر همدې اساس چا د نوښت غږ او هڅه نۀ ده کړې، پخوانۍ خبرې او نظرې یې پۀ مجهوله او لۀ تفکر پرته تائيد شوي دي. دا ډېره د شرم او عیب خبره ده چې پښتو ژبه د ماسترۍ او پي اچ ډي برنامې لري، مګر لا تر اوسه دوی نۀ دي توانېدلي چې د خپل ليکدود، ګرامر ستونزه حل کړي او د ژبپوهنې ځانګې او متخصص استادان ولري. تر دې وړاندې بیا د شرم خبره داده چې استادان پۀ ټولګي کې لا تر اوسه محصل ته وايي چې پښتو پنځه ياګانې لري او فونیمکس او فونيټکس د فونولوژۍ څانګې دي.
هر ژبه لیکنیزې ستونزه لري، خو د ژبې متخصصینو یې ورته د حل یوه لاره پېدا کړې ده او خپلو ژبو ته یې یوه ځانګړې قاعده ټاکلې ده. راځئ دا بېلګه پۀ جرمني ژبه کې و پلټو: جرمني یوه نړیواله ژبه ده. دا ژبه تر پښتو ژبې ډېرې ستونزې لري، مګر ژبپوهانو یې لۀ هرې ممکنې لارې ورته قواعد ترتیب کړي دي. دوه کارنده توري ( ü ö ) پکې ترکي دي، همدارنګه د انګلیسي، روسي، فرانسوي، عربي، پښتو، هندي او د نورو ژبو توري پکې شته. پۀ دې ژبه کې ځينې داسې ديفتانګونه شته چې پۀ پښتو او ځينو نورو ژبو کې هم شته او کارول کيږي، خو توپير یې لۀ پښتو ژبې سره پۀ دې کې دی چې جرمني ژبه کې ورته ځانګړي ګرافیمونه لري مګر پښتو کې پۀ مجهوله توګه د یو ګرافیم پر اساس کارول کيږي. ځينې یې دادي:
۱. Au: دا دیفتانګ د او یا aw پۀ بڼه تلفظ کيږي. لکۀ: Frau, Frauen, Frauenarzt موږ هم دا دیفتانګ لرو، لکه: پلو، کنډو... همدارنګه پۀ جرمني ژبه کې Ei  دیفتانګ هم ورته غږ وړاندې کوي.
2. Ai : دا ديفتانګ د آی پۀ بڼه تلفظ کيږي، لکه: Mai  دا ديفتانګ پۀ پښتو ژبه کې هم شته، لکه: ځای، چای...
3. Eu: دا دیفتانګ د اُی یا اوی یا oy پۀ بڼه تلفظ کيږي، چې زموږ پۀ ژبه کې هم شته: لکه: Eule, ,   Euroیا لکه پښتو زوی، لوی... همدارنګه پۀ جرمني ژبه کې äu دیفتانګ ورته غږ وړاندې کوي.
4. ie : دا دیفتانګ د اي غږ وړاندې کوي، لکه : Sieb, Siebte دا دیفتانګ موږ پۀ پښتو ژبه کې هم لرو لکه: کيږي، میر، تیر، ځير...
هېره دې نۀ وي یاد دیفتانګونه نظر موقعیت او نورو فونولوژيکي ځانګړو لۀ مخې خپل غږ بدلوي. پۀ پښتو ژبه کې د پنځو یاګانو لپاره چې دوه یې واول دي او نورو یې دیفتانګونه دي، ګرافیمونه لرو، خو د څلورو نورو لپاره کوم ځانګړی ګرافیم نشته او د نرمې ی تر عنوان لاندې زده کوونکي ته تدریسيږي. حال دا چې نوموړي دیفتانګونه ځانګړي غوږونه او پۀ فونټيکي لحاظ ځانګړي ګرافیمونه لري.  راځئ دلته یې واضح کړو:
۱ ـ اوږ واو واله یې،غبرګ غږ لۀ اوږ واو او سیمي واوېل یې رغېدلی، تصویر یې {وی } دی، د کلیمو پۀ پای کې راځي،تلفظ یې باید د ښوونکي لۀ خوا زده کوونکو ته وشي. بېلګه  زوی zoy
۲ ـ لنډ واو واله یې، غبرګغږ، لۀ لنډ واو او سیمي واوېل یې رغېدلی، تصویر یې {وی}  دی، د کلیمو پۀ پای کې راځي بېلګه:  خوی xuy
۳ ـ الف واله یې، غبرګغږ لۀ الف او سیمي واوېل یې رغېدلې، تصویر یې پۀ مروج لیکدود کې {ای} دی، د کلیمو پۀ پای کې راځي. بېلګه:  ځای jāy
۴- نیمواکه، سیمي واوېل یې، لۀ نورو خپلواکو غږونو سره غبرګ غږونه هم جوړوي او هم پۀ یوازې ځان کاریږي.تصویر یې{ـيـ}  دی، د کلیمو پۀ پیل او منځ کې کاریږي. بېلګه:  یوyaw،  مین mayan
دا پورته څلور دیفتانګونه زموږ پۀ پوهنتونونو کې د نرمې ی تر چتر لاندې تدریسږي، دا کار د پښتنو زده کوونکو تر څنګ بهرنیانو ته چې پښتو زده کوي، دېره لویه ستونزه او ربړه ده. ځکه د ژبپوهنې د اصولو لۀ مخې باید هر غږ ځانته جلا ګرافیم  ولري، ترڅو زده کړه یې آسانه شي.
دا چې زموږ لیکدود د عربي ژبې پر بنست جوړ شوی دی، نو باید ګرافیمونه هم ورته د همدې لیکدو لۀ مخې ترتیب شي، لاتیني ګرافیم نۀ شي ورته وضع کېدلی، کۀ لاتیني وضع شي نو باید ټول ليکدو لاتیني شي، چې دا غوره لاره هم ده، مګر ناشونې ده. زما پۀ آند د يادو څلورو دیفتانګو لپاره دې پۀ ترتیب سره  یا هم پۀ انتخابی توګه، د لومړي دیفتانګ لپاره د نرمې ی لاندې یو ټکی، د دوهم لپاره درې ټکي پيوست ( ...)، درېيم لپاره درې ټکي غوره شي مګر دوه څنګ پرڅنګ او یو لاندې او څلورمې لپاره څلور ټکي پیوست( ....) یا دوه دوه سر پر سر.
دې ته ورته ګرافیمونه پۀ نورو ژبو کې هم شته، تاسو در واخلئ آلماني، ترکي، فرانسوي... هغوی هم د تورو پۀ سر، لاندې او پای کې ځينې نښې علاوه کړي دي او خپل ليکدود یې یو ځانګړي قالب ته اچولی دی. پۀ پای کې باید ووایم چې دا وړاندې یو احتمالي وړاندیز دی، مګر دا واضحه ده چې پښتو نهه یاګانې لري، نه پنځه. نو کۀ چېرې دوستان کوم بل وړانديز یا طرحه لري راسره دې شریکۀدې کړي. 
مننه او درنښت!
تمهيد سیلانی

___
د ليکنې لنډ لينک: 
https://t1p.de/wcqv2
___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ