د «پښتو ژبه او ګرامر» بشپړ کتاب لاندې لوستلای سئ.

د دغه کتاب لیکلو ته درېیو دلایلو زه عبدالعلي رسولزاده و هڅولم:
۱- له شپږم ټولګي را هیسي مي د ژبي د ګرامر سره مینه وه. ما هغه وخت له ځان سره فکر کاوه: کله چي سړی يوه ژبه زده کوي، نو بېله ګرامره به ئې زدکړه سخته وي. دا مي هم ویل چي لومړی باید د سړي د خپلي مورنۍ ژبي ګرامر زده وي چي هغه به بیا په مقایسوي توګه د یوې بلي ژبي په زدکړه کي مرسته و کړي . هغه وو چي د پښتو ګرامر زدکړي ته مي مخ کړ . دغه فکر له ما سره د پارسي او انګلیسي ژبو د زدکړي په برخه کي مرسته و کړه. په ۱۹۸۱ یم کال کي مي په مهاجرت کي له ګرامر څخه د سویډني ژبي په زدکړه کي ګټه واخیسته.
۲- بل دلیل ئې دا وو چي په ۱۹۸۳ کال کي مي په سویډنيو ښوونځیو کي د افغان مهاجرو زدکوونکو سره هم د سویډنۍ او هم د پښتو په ښوونه کي د ګرامر له لاري ډېره مرسته و کړه.
۳- په ۲۰۱۵ م کال کي مي د مقاماتو په غوښتنه د کندهار د پوهنیز بهیر کتنه و کړه. د هغې کتني په پایله کي هم په دې فکر کي سوم چي تر هر څه له مخه باید مورنۍ ژبي پښتو ته پاملرنه وسي. 
په هغه وخت کي بیا د ګرامر په فکر کي سوم. یو اسانه ګرامر خو مي پخوا لا لیکلی وو او د دغه ګرامر پلان مي هم جوړ کړ . اوس دغه دئ و توانېدم چي هیوادوالو ته ئې د ګټي اخیستو لپاره وړاندي کړم.
مننه!
عبدالعلي رسولزاده، د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ ۱۹مه نېټه، مالمو

{source}<a href="https://Qamosona.com/j/images/pdf/Pashto_Jhaba_Aw_Grammar_by_Abdul_Ali_Rasulzada.pdf" download="proposed_file_name">د کتاب د ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ</a>{/source}

او یا کتاب لاندې پر همدغه پاڼه ولولئ:


___
د ليکنې لنډ لينک: 
https://t1p.de/h7g9k
___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ