په ژبپوهنه کي «معانيز چتر» يا (semantic domain) څه شی دی؟
تعريف:
د معنی چتر د لغتونو هغه ساحې يا ډلې ته ويل کيږي، چي د يو ځانګړي لغت سره تړاو لرونکي لغتونه پکښي شامل وي. د مثال په توګه که موږ «باران» لغت راواخلو، نو ورسره د باران څاڅکي، باراني موسم، ورښت او آن وريځه، وچکالي، سيلاب او داسي نور لغتونه هم د دغه لغت تر چتر لاندي راځي. يعني که موږ د باران په هکله خبري کوو نو پکښي د دغه لغت سره په ليکسيکل/قاموسي او معانيز لحاظ تړلو زیاتو لغتونو تر څنګ زيات داسي لغتونه هم راځي چي د دغې موضوع سره په معنی کي نه بلکه په بل ډول تړلي وي. 

معانيز چتر او هممانيزونه:
معانيز چتر د هممانيز سره فرق لري ځکه چي د معانيز چتر ساحه تر هممانيزي يا سينونيوم ساحې څخه پراخه او ارته وي. په داسي حال کي چي د يو لغت ټول هممانيزونه د هغه په معانيز چتر کي داخل وي، خو حتمي نه ده چي تر معانيز چتر لاندي ټول لغتونه دي سره هممانيزونه يا سينونيومز واوسي. په زياتو ژبو کي د هممانيزونو قاموسونه موجوده وي چي دغه قاموسونه د معانيز چتر په ساحه کي کار آسانه کوي. په پښتو کي لومړی او تر اوسه (د ۲۰۲۲ کال د جولای مياشت) پوري يوازنی دا ډول يو قاموس ما خاوري په سر ليکلی چي د «د پښتو هممانيزونو او ورته لغتونو» تر عنوان لاندي په ۲۰۱۵ عيسوي کال کي د کوټي پښتو اکاډمۍ چاپ کړی دی. ما په دغه قاموس کي کوښښ کړی دی چي د تقريبا ۱۸ زرو پښتو لغتونو سره نه يوازي د هغوی هممانيزونه، لهجوي بڼي او املايي واريانتونه وليکم، بلکه هغه لغتونه چي ما د «ورته لغتونو» نوم ورته کارولی دی، هم پکښي راغلي دي. دا چي دغه قاموس ما د يو اماتور او بېله کومې مسلکي ډلې او انسټيټيوټ د مرستي په يوازي سر ليکلی دی، نو ښايي پکښي زياتي نيمګرتياوي موجودي وي. البته که له دې وروسته څوک په دې ساحه کي کار کوي، نو ښايي زما دغه قاموس ورسره په لومړي قدمونو کي مرسته وکړي. ياد قاموس پر قاموسونه ټکی کام پاڼه د Dictionary of Pashto Synonyms and related Words [Ahmad Wali Achakzai] تر عنوان لاندي هم موندلای او صرف آنلاين کارولای سئ.


معانيز چتر او ژبنيزه پانګه:

معانيز چتر په لنډه موده کي په زياته د هغو ژبو د لغتونو او پانګي د راټولولو لپاره د يوې آلې په توګه کارول کيږي، کومي چي په کافي اندازه ليکل سوي نه وي او شفاهي بڼه لري. که موږ غواړو چي د يوې ژبي يا لهجې پانګه راټوله کړو، نو کولای سو چي پراخ معانيز چتر لرونکي لغتونه راټول کړو او بيا د بومي خلکو څخه يو په پسي يې په هکله پوښتنه وکړو او جوابونه يې ثبت کړو. د مثال په توګه له بومي/ځايي/سيميزو خلکو څخه پوښتنه کولای سو: «ستاسو په ژبه/لهجه کي د باران سره تړلي کوم لغتونه سته.» د داسي يو دقيق سوال په نتيجه کي دغو بومي کسانو ته چي عموما مسلکي کسان نه وي او حتی ليک او لوست يې نه وي زده، عموما جواب ورکول او لغتونه، جملې، متلونه او شعرونه ورڅخه راټولول آسانه دي.

معانيز چتر او پښتو لهجې:
پښتو هم يوه له هغو ژبو څخه ده چي په زياته لهجوي پانګه يې لا په پراخه اندازه نه ده راټوله او منظمه سوې. د سيمېنټک ډومين په برخه کي د SIL په نوم د ژبو مسلکي بنياد او سازمان زيات کار کړی دی. د دغه بنياد د کار پر اساس که د پښتو ژبي د لهجو او مشترکي پانګي د راټولو کوښښ وسي، نو ښايي په پرتليزه توګه لږ وخت او امکاناتو ته اړتيا وي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د جولای ۲۰مه نېټه
يادونه: د يو غير ژبپوه په حيث زه د دې دعوا نه لرم چي ګواکي دغه ليکنه دي اکاډميکه وي.
___
د ليکنې لنډ لينک: 
https://t1p.de/gflwd
___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ