د پښتو ژبې روزمره، محاوره او مجاز کښې د "سترګو" او "زړۀ" سره تړلې متعلقاتو یوه تهذیبي جایزه 

روزمره او محاوره 
روزمره د دوه ټکو داسې پېوستون وي چې د یوې ژبې ویونکي یی په حقیقي معنیو کښې پکاروي. دا ترکیب کوم قیاسي مداخلت نۀ قبلوي. دې کښې د ویونکیو اولسي اتفاق پېمانه ده. محاوره هم د دوه ټکو پېوستون وي خو د ژبې ویونکي یی په مجازي/علامتي/اصطلاحي/غېرحقیقي معنیو کښې پکاروي. هره روزمره محاوره نۀ وي. البته هره محاوره به د روزمرې متابعت ضرور کوي. محاوره د قواعدو پابنده وي او روزمره د دې نه بالا وي. هم دا وجه ده چې محاوره کښې تغیرتبدل اولس هم نشی کولے البته روزمره کښې د یو اولس شعوري/غېرشعوري تعامل تغیرتبدل راوستلې شي. روزمره کله کله په یو ټکي هم مشتمله کېدې شي چې عموماً د دوه ټکو نه یو جوړ شوي وي. خو محاوره کښې به خامخا دوه ټکي هم راځي او دې کښې به یو اسم بل فعل وي. دوه اسمونه یا دوه فعلونه محاوره نشي کیدلی. 

۱. سترګور 
د صاحب الرائ وګړي لپاره پکاریږي 
۲. سترګې خوَږول 
د سرور خمار او خراباتي کېفیت اظهار لپاره راځي
۳. سترګې ترخول 
د خوب استراحت اخستلو یا کله کله د نیمخوابي نه د وتلو لپاره  کاریږي. 
۴. سترګې لګول 
د لږ وخت لپاره د خوب کولو اظهاریه 
۵. سترګې لګېدل 
د نظر ملاوېدو لپاره او ټولنیز ژوند کښې د مروت فطري جذبې د اظهار لپاره کاریږي 
۶. سترګې پټول 
دا د صرفِ نظر او یو څیز نه ارادتاً ګرېز کولو لپاره د رائ د اظهار وخت کښې پکاریږي. 
۷. سترګې اړول 
دا د تعامل او ټولنیز راشه درشه کښې د عملي ګرېز لپاره پکاریږي. 
۸. سترګې کږول 
د ناراضګۍ اختلاف او قدرې غصې حالت د اظهار لپاره پکاریږي. 
۹. سترګه وهل /سترګک 
یو چا ته مثبت یا منفي صریح اشاره کولو لپاره مستعمل ترکیب دے. د موقع په مناسبت هم یو حرکت هم د منفی او هم د مثبت یاداشت یادوَنه ورکوي. بعضې سیمو کښې د وریځو غېر عادي ارادي حرکت ته وایی او بعضې کښې د یوې سترګې پټولو ته هم دغه ترکیب استعمالیږي.  
۱۰. سترګه رپېدل 
دا د علم طب لخوا خو د ستړیاوې علامت دے خو پښتو کښې ورسره د کومې خوشخبرۍ یا زېري اسطوره هم تړلې ده 
۱۱. سترګې سپینول 
د مروت نه عاري سفاکه رویه اختیارولو لپاره راځي. هم د دې په مناسبت "سپین سترګې" اسم صفت هم عام دے. دې سره جوختو معنو کښې "کلک سترګې" هم ډېر عام دے. 
۱۲. سترګې ټیټول/ کوزول/سترګې په زمکه ننویستل
دا د شرمندګۍ د حالت بیان کوي. دې نه "کوزسترګے" اسم صفت هم مستعمل دے. 
۱۳. سترګې وچتول 
دا د ویاړ د حالت بیان کوي. د درناوي معنیو کښې هم پکاریږي لکه پښتانۀ متل کوي چې د مړ زوي سترګې وچتې وي.
۱۴. سترګې برندول 
د ښکاره جاره شدت سره د غصې د حالت بیان کوي. 
۱۵. سترګې جنګول 
ارادي نظر ملاوهل یا د مینې او شدتِ توجه لپاره پکاریږي. د دې عمل عادي کوونکي ته د "کاسیرو سترګو" ترکیب هم کاریږي. 
۱۶. سترګې چوچۍ کول 
د فوکس لپاره سترګو ته د یو خاص حرکت ورکولو یو حالت بیانوي 
۱۷. سترګې ځمبول 
دا د سترګو د ځېځمو او لېمو ملاوېدو ته وایی. انګرېزی کښې ورته blinking وایی. دا لغوي معنو کښې هم راځي او کۀ غېرعادي ځمب وي نو بیا محاوراتي معنې هم لري. 
۱۸. سترګې رڼول 
دا ترکیب د یو بې خبره حالت نه باخبر حالت ته دا راتلو بیان کوي. 
۱۹. سترګې تړل
دا د یو داسې کېفیت اظهار لپاره راځي چې سترګې په ظاهره بینا ښکاري خو په معنوي توګه د یو خارجي لامل/انجنیرنګ د وجې لیدونکې رسا لیدل نۀ کوي 
۲۰. سترګې سترګې کېدل 
دا د تحییر او حېرت حالت بیانوي 
۲۱. سترګې په لار 
د انتظار لپاره ډېر عام ترکیب دے 
۲۲. سترګې بدلول
د وعده خلافۍ د اظهار لپاره یا د خپل موقف نه شاته کېدلو لپاره راځي 
۲۳. په سترګو خبرې کول 
سترګې راواړوه خو سوال پکښې راوا نۀ ړوې 
تۀ به جواب غواړې او ماسره جواب نشته دے. 
۲۴. په سر سترګو 
د رضا د حالت شدت بیانوي. 
۲۵. د سترګو تور 
یو ډېر ستر مقام ټاکنې لپاره راځي. نازولي ته وایی.  انګرېزي کښې دې ته ورته ترکیب blue-eyed دے.  
۲۶. د سترګو ازغے 
د دښمن/رقیب/مخالف لپاره پکاریږي. 
۲۷. سترګې خوَږېدل 
د نظر د رانیولو، څوک پېزنګلو شان تاثر ورکولو د حالت بیان کوي. 
۲۸. سترګې څارل 
د چا تاثر معلومولو لپاره هڅه کول 
۲۹. سترګې یخېدل 
د بصارت او بصیرت سېرابي کیفیت بیانوي 
۳۰. سترګې مړېدل 
د اروا د درناوي او سپکاوي لپاره پکاریږي او "اوږې سترګې" اسم صفت هم د دې نه جوړ دے 
۳۱. سترګې سپېنې کېدل 
حد درجې د انتظار د درد او کرب نه پس راپېخ حالت لپاره راځي. 
۳۲. سترګې تورې تورې کېدل 
د عمومي حالت نه داسې د بدل حالت راپېخېدو په وخت پکاریږي. دا د ظاهري عمل په ځائی د کارکردګۍ د بدلون بیان هم کوي. او د بې هوشۍ طاري کېدو لپاره هم راځي. 
۳۳. سترګې راډکېدل 
د ژړا د حالت نه د لږ شان وړاندیني حالت بیان کوي. 
۳۴. سترګې وچېدل 
د ژړا د هغه اخري حد بیان چې اوښکې نۀ وي خو د شدید ژړا کیفیت قایم وي. 
۳۵. د سترګو نه پرېوتل 
خپل مقام بایللو لپاره راځي 
۳۶. د سترګو خوړل 
د سترګو د تاثیر/اغېز د شدت لپاره پکاریږي. 
۳۷. سترګې پټېدل 
دا ترکیب د مرګ لپاره پکاریږي. 
۳۸. سترګې غړېدل 
یوه لغوي حقیقي معنا لري د روزمرې په توګه او بله معنا یی رسا ادراک ته رسېدل دي. 
۳۹. د بل په سترګو کتل 
د غېر زاویه نظر اختیارولو لپاره پکاریږي. 
۴۰. سترګو کښې وسېدل
د جوت مقام لرلو بیان کوي 
۴۱. سترګې ساتل 
د حیا او مروت لپاره راځي. د چا بل په خاطر د یو چا سپک وړلو زغم ظاهرولو لپاره پکاریږي. 
۴۲. سترګې ګرځول 
نظر ګرځول، لټون کول، ښکار کول، څۀ په نخښه کولو لپاره پکاریږي. 
۴۳. سترګې راویستل 
په چا دوړه دباو/دهړکه غورځولو لپاره راځي. 

د پښتو ژبې  مجاز، روزمره او محاوره کښې د "زړۀ" سره تړلې متعلقات  

۱.زړۀ خوئېدل 
حوصله بایلل 
۱. زړۀ غټېدل 
حوصله میندل 
۳. زړۀ ورانېدل/ړنګېدل/ماتېدل 
غټه حادثه زغمل غټ غم راپېښدل 
۴. زړۀ تورېدل 
د چا نه خفه کیدل نفرت پیدا کیدل 
۵. زړۀ مړېدل 
اشتها نۀ پاتې کېدل 
۶. زړۀ صبرېدل 
د زغم حالت بیانول 
۷. زړۀ سورے کېدل 
د درد د شدید کیفیت لپاره/زړۀ مې غار غار دے 
۸. زړۀ وړل 
مئنېدلو لپاره پکاریږي 
۹. زړۀ سپینول 
د شرح صدر/اطمینان د حالت د بیان لپاره 
۱۰. زړۀ ساتل 
د دلاسې ورکولو لپاره یا د قربانۍ ورکولو حالت بیان لپاره 
۱۱. د زړۀ ستنه 
ډېر خاص مقام لرونکي لپاره 
۱۲. د زړۀ سر 
ډېر خاص مقام/مرتبه لرونکي لپاره 
۱۳. زړۀ ور 
 بهادر او ویره نۀ کونکے 
۱۴. د زړۀ کور 
خاص مقام 
۱۵. یو زړۀ مې دا غواړی او بل زړۀ مې دا غواړي 
غېرفیصله کن حالت لپاره یا د دوه زاویو نه سوچ لپاره 
۱۶. زړۀ ته کتل 
د غېر د رائ د احترام په وخت پکاریږی/ د تعقل په ځائې جذبات او مروت پالل 
۱۷. زړۀ ټینګول 
برداشت او زغم کولو لپاره راځي 
۱۸. زړۀ پخېدل 
تنګ راتللو کیفیت بیانولو لپاره 
۱۹. زړۀ کچه کېدل 
بوجهدار کیفیت بیانولو لپاره 
۲۰. زړۀ نړېدل 
د یو یرې اعستونکي حالت د بیان لپاره 
۲۱. زړۀ یخېدل/سړېدل 
د چا په درد/خوشالۍ خوشالېدلو لپاره پکاریږی 
۲۲. زړۀ شین کول 
ستړیا او شواخون لپاره پکاریږی 
۲۳. زړۀ ډوبېدل 
د بوجهدار کیفت بیان لپاره 
۲۴. زړۀ کښې اوسېدل 
یاد ساتل/خاص حیثیت ورکولو لره پکاریږی 
۲۵. زړۀ ستړے کول 
ډېر زیات تاکید کولو لپاره پکاریږي 
۲۶. زړۀ بایلل 
د مئېنېدو لپاره 
۲۷. زړۀ ګټل 
د چا اعتماد بحال ساتلو یا زیاتولو صورت کښې پکاریږی 
۲۸. زړۀ تنګول 
بوجهداره حالت د بیان لپاره 
۲۹. زړۀ سوزول 
رحم او شفقت کولو لپاره پکاریږی 
۳۰. زړۀ خوړل 
اندېښمن وسېدلو یا غېرضروري حساس وسېدلو لپاره پکاریږی 
۳۱. زړۀ درزېدل 
وارخطا حالت د بیان لپاره راځي/ د زړۀ حرکت تېزېدلو لپاره هم پکاریږي 
۳۲. زړۀ رپېدل 
یره راخورېدلو حالت/ اندېشنه کولو حالت بیانولو لپاره راځي 
۳۳. زړۀ سپکول/ تشول 
د بوجهدار حالت نه غېربوجهدار حالت ته راتګ لپاره راځي 
۳۴. زړۀ تخنېدل 
کوم اقدام/حرکت/عمل لپاره  دروني ادعا راولاړېدلو حالت بیانوي. 
۳۵. زړۀ کېدل / زړۀ نۀ کېدل 
رضا او نارضا لپاره راځي 
۳۶. په نۀ زړۀ کول /نازړۀ کول 
د نۀ رضا باجود کوم کار کول 
۳۷. زړۀ کښې لارې جوړول 
ډېر زیات تاثیر کولو لپاره دا پکاریږي 
۳۸. زړۀ لګېدل 
کوم ځائې کښې/کوم چا سره خوشاله وسېدل 
۳۹. زړۀ ته اچول 
کومه خبره بده منل/ کومه خبره یاداشت کښې غېرضروري ایثارېدلو لپاره راځي 
۴۰. ډک زړۀ 
د زورور اظهار په شا موجود شدید کیفیت بیانولو لپاره 
۴۱. زړۀ خُوږېدل 
رحم او شفقت محسوسولو لپاره 
۴۲. زړۀ خوَږېدل 
د خوښېدو د پېل حالت بیانوي 
۴۳. زړۀ پرېوتل/ وتل 
د ناساپي یرې دلاسه راپېښ حالت بیانوي 
۴۴.  زړۀ کول 
سود کول یا د کوم اقدام لپاره جراء کول 
۴۵. زړۀ ښۀ کول 
د یو څیز/خبرې امیدوار کېدلو لپاره راځي 
۴۶. زړۀ بدول/ زړۀ بداوے 
د خفګان کولو علت/واقعیت بیانوي 
۴۷. زړۀ راښکونکی 
ښایسته/مثبت اغېز لرونکی 
۴۸. غټ زړۀ لرونکی/وړوکی زړۀ لرونکی 
پراخه اروا لرونکی/ تنګه اروا لرونکی 
۴۹. زړۀ خوټکېدل 
د زغم/بداوي شدید حالت بیانولو لپاره 
۵۰ زړۀ نرے کېدل  
 حساسه اروا لرونکے، کمزوری کیدل 

د روزمرې او محاورې ژوره تهذیبي مطالعه او څېړنه د تهذیبي او کلتوري رغښت شتمني برڅېره کوي. پښتو ژبه دې مد کښې د نړیوالو ژبو سره سیاله ژبه ده. 

نتایج بحث/ د بحث موخې 

لفظ او معنی د اظهار د شتون لپاره هغه نامیاتي تسلسل دے چې د زمان او مکان، وګړي او ټولنې او داخل او خارج سره په یو وخت ساده او پېچیده تړون لري. د ايټمالوجي برخه کۀ د دغه تړون د ماضي پړاوونه په ګوته کوي او د لغوي مرکزیت حرکیات راڅرګندوي، د ورکړې راکړې او ردوقبول نخښې نیخښانې برڅېروي نو سیاق او سباق یی په یو صورت کښې بېلابېلتوب هم ښکاره کوي. د تهذیب و تمدن ارتقا دغه یاد تسلسل د حال د واقعیت سره سره د مستقبل په پړاوونو کښې هم د یو زورور ثبات سره په حرکت کښې ساتي. دغه یون کښې علامت یو خوا د پېشکش او نمایندګۍ وظیفه ترسره کوي نو بل خوا د حقیقت او مجاز تر منځه یو وسیله هم جوړیږي. دلته نه رمز او اصطلاح دوه جدا جدا سفرونه پېل کوي او یاده دې وي چې دا حرکت د لغاتو او لسانیاتو د یو قسمه چپ/خاموش علمي اتفاق دلاندې روان وي. 
زۀ دلته د لغت او لسانیاتو تفصیل ته نۀ ځم. د لفظ او معنې نامیاتي تسلسل کښې متحرک/فعال اصولو ته ځیر کېږم چې دا د ټولنیز تهذیب اظهار کښې کوم قسمه معیاري اصول وضع کوي. محض دومره اشاره کووم چې ژبه اولیت لري او د دې ګرامر/قواعد ورستو راځي. دا استخراجي او استنباطي هم وي او اولس پخپله بلاواسطه ورکښې شریک هم نۀ وي. نو دې صورت کښې د قواعدو د واجب احترام/اطاعت سره سره د ژبې فطري حرکیات هم یو د اهمیت وړ بل جوت پړاو جوړیږي. دا فطري حرکیات هم یو کوټلي سنت باندې سفر کوي نو د ژبو ماهرین په دې سنت کښې هم ګوتې وهي او د فطري حرکت په معیار او مقدار کښې اثرانداز کیږي. دا لاس وهنه بیخي په بالا سطح کیږي او ورسره ورسره د څۀ نورو علمي څانګو لکه سیاست/معیشت/کلتور د جواهرو نه تړلې عناصر راخلي او د یو ویونکي د ټاکنې په تول داسې اثرانداز کیږي چې هغه مورنۍ ژبه کمتره کوي او د غېر هغه بالا کوي. 
انساني ژوند د خپل اجتماعي شعور او لاشعور د پېژندنې لړ کښې د خپل ادراک ټاکنه په تهذیبي جوړښتونو کوي. دا جوړښتونه د علامت په وسیله مري او غېرمري طبعي او مابعدالطبعي جهانونه سره په معنوي توګه پېوستوي. دې عمل کښې یو جز د شعور/قدر ټاکنې د یو تجریدي برخې واقعیت/تجسیمیت وي. ګویا علامتونه د قدرونو/جذباتو/جبلتونو د صورت ګرۍ یو ساینس هم جوړیږي. او دا رنګ دا عمل په یو وخت بېلابېل علامتونه/رنګارنګ نسبتونه/متعدد معنویتونه رازېږوي. کله چې دا عمل یو بلوغ ته ورسي او د اولس/ژبې قبولیت هم واخلي نو دلته د دې ردو و قبول د شدت/تاکید/تاثیر په اساس دا یون ورستو د استعارې او مجاز نه محاورې، او روزمرې ته هم وراداخل شي. مرکباتِ وصف او متلونه ترې جوړ شي. اګر کۀ متل کښې مرکز کرافټ نۀ دے تهیم دے خو په ثانوي توګه د کرافټ/جوړښټ/پېشکش هم د نظره بیخي نۀ غورځول کیږي.اوس دلته هم یو خو تعریفي/لغوي/اطلاقي اړخونه دي هغې ته هم نۀ ځم. بل اړخ خصوصاً روزمرې/محاورې/ هغه دے چې د شناخت او تعین قدر سره تړلے دے. دې مد کښې د پښتو ژبې د  زړۀ او سترګو سره تړلي متعلقات ولې تر ټولو زیات ترمخه کیږي؟ دا رنګ د رنګونو سره تړلي متعلقات ولې زیات دي؟ زما په اند زړۀ چې په اولسي/ادبي/لساني کچ د جذباتو/عواطفو سرچینه ده او دا د دماغو سره مقایسه کښې هم اکثر بریالې کیږي. اګر کۀ اوس ساینس دا رد کوي هم خو د دې مقداري او معیاري ونډه د نظر نه د غورځولو نۀ ده. بل د علامتونو/مجاز د نظام حرکیات چې په معاصر ساینس تلل کیږي نو دا یو غېرمتوقع نتیجه ورکوي. د دې دوه غټ لاملونه نظر کښې نیول پکار دي. یو دا چې د علامت/مجاز او د دې د بل پړاو روزمرې محاورې وغېره تړون  په خارج کښې د ټولنیزو قدرونو او په داخل کښې د اجتماعي لاشعور سره وي. دوېم دا چې علامت/مجاز او د دې دا بل پړاو د تخلیقي عمل سره هم یو لازمي رشته لري. دا رشته څیزونه د شتون/واقعاتي کچ نه بالا سطح ته اوړي. او دا رنګ دا د صداقت/حقیقت د بالایی جوړښت/سپرټ/روح ترجماني کوي. دلته روح بیخي په مذهبي معنو کښې نۀ دے. دا په هغه ساینسي معنو کښې دے چې یو خو د عناصر اربعه لکه واقعاتي/مادي شتون دے خو بل د دې سپرټ دے. لکه د خاورې سپرټ متانت/سنجیدګي اخیستل کیږي. 
اوس بیا راځم دې سوال ته چې پښتو ژبه کښې د سترګو/زړۀ او د رنګونو سره وابسته مرکبات ولې زیات دي؟ د رنګونو مثالونه لکه شین سترګې/سپین سترګې/شین خېټې/شین سرے/شنه شونډه/زړۀ سپینیدل/سترګې سبينېدل/تور زړے/سورخلے/خاورین/غنم رنګ/وغېره..... زما په اند دا درې واړه مرکزي توکي په ژور علمیلتي منهج کښې د جمال/ښایست مستخدمین دي. ګویا پښتو چې د پښتنو د ټولنیز شناخت یوه فطري خوندي خانه ده. مونږ کۀ د دوي د ټولنیز شناخت څرکونه راټولوو نو دا مونږ ته یوه څرګنده اشاره راکوي. د دې یو بل خارجي دلیل دا دے چې په پښتو کښې تر دې دمه شاعري ترټولو زیات کېدونکے تخلیقي عمل دے. او دا هم په ګڼو حوالو د ښکلا/لطافت/اظهار سره تړون لري. زړۀ په لغاتي/ادبي سرمایه کښې د مینې منبع ده، د رحم او قهر ټاټوبې دے. سترګې د بصارت او بصیرت سره یو لازمي ریښه لري. د سترګو او د زړۀ غوښن جوړښت کښې هم د مرکزیت نه علاوه د جمال بڼه زیاته برڅېره ده. د یو چینایی فلسفي قول دے چې سترګې د روح کړکۍ دي. سترګې د خاموشۍ او حرکت په ژبه د ګویایی او صوتیات لاحوابه کوي. د پښتو په فولکلوري/تخلیقي سرمایه کښې د راوړلي مثالونو نه علاوه په زرګونو اظهارونو کښې سترګې/زړۀ/رنګونه هم مرکزیت لري. د توجه وړ مقام ګرځي. دا بحث دا ټاکنه څرګندوي چې ښایست د دې ژبې او ژبې ویونکیو د ټولنیز شناخت، تهذیبي یون او سماجي قدرونو په خمیر/سرشت کښې یو د مرکزې حیثیت لري. بیا د ښایست فلسفه او د هغې مابعدالطبعیاتي تلازمات هم په دې قام کښې څرګند متحرک ښکاري.

ډاکټر سمیع الدین ارمان
د ۲۰۲۲ کال د جولای شلمه نېټه
اېډورډز کالج پېښور
___
د ليکنې لنډ لينک: 
https://t1p.de/dkyo9
___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ