صرف انسانان خبري کولای سي
د انسانانو د دمګړي علم، پوهې او معلوماتو پر اساس انسانان يوازنی مخلوق دی چي «ژبه» لري. د مځکي پر کوره شته نور ژوندي مخلوقات هم يو د بل سره د تماس نيولو لپاره بېلي لاري او وړتياوي کاروي، خو د ژبي استعمال صرف تر انسانانو پوري محدود دی. يوه بيزو ښايي بلي بيزو يا انسانانو ته په اشارو يا ږغونو د موجودو څيزونو په هکله وويلای سي چي «کيله غواړم». خو د تيرو سوو پيښو په هکله مغلقه معلومات  نسي شريک کولای، لکه «کله چي پروند د زړې خو لا تکړه بيزو ناروغ بچي شور جوړ کړی ؤ، او د ورستې مېوې د خوړولو له کبله د نس درد هم زه خوب ته نه پرېښودلم، نو  په وريځو کي د تالاندي ږغ سخته وبېرولم او بيا مي ټوله شپه سترګي پټي نه کړې.»

ژبه جينيټيکي وړتيا ده
د طبعي ژبي وړتيا نه يوازي د انسان د اناټومي يعني دماغ، ژبي، غوږونو، ږغيزو غړو او د تنفس د نظام او کلتور او چاپيريال سره تړلې ده، بلکه د ژبي وړتيا جينيټيکي/موروثي اړخ هم لري. دا په دې معنی نه ده چي که يو څوک يوه ژبه زدکړه کړي، نو د هغه دغه زدکړه د هغه ماشومانو ته هم انتقاليږي. بلکه دلته مقصد دا دی چي په مجموع کي هغه ژوندی مخلوق چي ورته انسان وايو او د مځکي پر کوره ژوند کوي، د هغه په جينيټيک کوډ کي د ژبي د زدکړي وړتيا شامله ده. که شرايط برابر وي نو انسانان له خپل چاپيريال څخه ژبه زده کولای او خبري په کولای سي.
انسانان د ږغ په ځانګړو غړو سره په ډېره چټکه توګه ډېر مغلق داسي آوازونه توليدولای سي چي نور انسانان يې د غوږو له لاري اوري. د انسان په سر کي د مغزو ځانګړي برخي چي د ژبي د پروسې لپاره مسؤلي دي، اورېدل سوي ږغونه پروسه کوي او په پوهاوي وړ معلوماتو يې اړوي. د انسان همدغه جينيټيکي وړتيا دغه مخلوق ته امکان ورکوي چي د ژبي ډېر مغلق نظامونه رامنځته  او زده کړي.

ليک د شفاهي ژبي پېښې دي
ليک او لوست د انسانانو له خوا اختراع سوی يو نظام دی چي مقصد يې په ګرافيکي/انځوريزه توګه د ژبي پيښي کول دي. ليکل سوی متن که هر څومره ډېر مغلق معلومات او پېچلې ژبه تر يوې اندازې انځورولای سي، خو ژبه نه ده. د مثال په توګه که يوه سندره يو ځل په ږغيزه توګه واورېدل سي او بيا يې ليکلې بڼه ولوستله سي، نو چا ته څرګنديږي چي ليک څومره محدودیتونه لري. په طبعي ږغيزه ژبه کي اورېدونکی د ويونکي د عمر، جنسيت، روغتيايي او رواني يا احساساتي وضعيت تر څنګ ګڼ شمير نور داسي معلومات په لاس راوړلای سي چي په ليکل سوې بڼه کي له منځه ځي. له دې کبله ليکل د ژبي «پېښې» یا د «تقليد» يوه محدوده وسيله ده، خو ژبه نه ده.

ليک او خبري فرق لري
عموما په شفاهي خبرو او تماس نيونه کي انسانان يو شان ژبه کاروي او په ليکلو کي بل شانته ژبه کاروي. په شفاهي توګه اکثره وخت جملې لنډي او نامکملي کيدلای سي، بېله دې چي په تماس نيونه يا د مقصد په افاده کولو کي د اخلال سبب سي. دا ځکه چي په مستقيمه توګه تر سره کېدونکو خبرو کي (هغه خبري چي د کاغذ پر مخ له ليکل سوي متن څخه نه لوستل کيږي) زیات موجود څيزونه، حالت، اشارې/ميميک اشارې اور نور څيزونه هم د لغتونو او جملو ځای نيسي. د مثال په توګه که دوه کسان ولاړ وي او ورڅخه يو کس د يو غير حاضر کس په هکله چي تر مخه يې هم د خبرو موضوع ګرځېدلو ؤ، په هکله يې ووايي چي «نن بيا ستړی ؤ»، نو حاضر دويم کس پوهيږي چي څوک يې مطلب دی. خو که همدغه جمله د کاغذ پر مخ وليکل سي نو خپل بشپړ مطلب او معلومات نه رسوي.

د ژبپوهانو بيلو تحقيقي تجربو ښودلې ده چي عموما انسانان په عادي خبرو اترو کي يو ډول ژبه کاروي، خو که ورته وويله سي چي همدغه مطلب په متن کي وليکي، نو بل شان او په اصطلاح زياته فورمال ژبه کاروي. دا خبره د ليک لوستو او اکاډميک کسانو لپاره هم صدق کوي. البته دا په هغه صورت کي چي انسانان  اضافي او قصدي کوښښ ونکړي چي حفظ/حافظې ته رسولي متون په شفاهي توګه وړاندي کړي يا په قصد سره د ليکل سوي ژبي پېښې وکړي.

ليکلې وينا فورمال وي
په داسي حال کي چي په شفاهي خبرو کي زيات وخت جملې نيمګړي، ساده، د اصلاح کېدني او قطع کېدني (يو د بل خبره پرې کولو) سره مل وي، ليکل سوې ژبه عموما له بشپړه جملو او نخښو لکه ټکی، کومه، سواليه نخښه او داسو نورو فورمال څيزونو څخه ډک وي. په ليکل سوې ژبه کي يوه جمله څو ماتحته او مربوطي جملې لرلای سي چي په شفاهي ژبه کي عوما داسي نه وي.
شفاهي ژبه او وينا تر زياتي اندازې د دمګړي لپاره وي او که يې اورېدونکي حتی په خپله حافظه کي ثبت او بيا تکرار کړي، نو بيا يې هم ډېره برخه معلومات له منځه ځي. که په تخنيکي وسايلو سره ږغ ثبت سي، نو بيا بله خبره ده. خو ليکل سوی متن د زمان او مکان له قيد څخه آزاد وي. د ليکلې وينا د متن نقل/کاپي کول، اصلاح کول او پکښي زياتونې کول ممکن وي.

ليک ژبي ژوندۍ ساتلای سي
دمګړی په نړۍ کي تر ۷ زرو څخه زياتي ژبي ژوندۍ دي او ويل کيږي. خو له دغو څخه ډير کم شمېر يې ځان ته د ليک نظام يا ليکل سوې بڼه لري. د نورو فاکتورونو تر څنګ د نورو ژبو په پرتله د بعضو ژبو د ژر مړينې/له منځه تللو او د انسانانو له حافظې او علم څخه د هميشه لپاره ورکېدو يو لامل د دغو ژبو د ليک نه لرل دي. هغه ژبي چي پکښي ليک او لوست کيږي، د هغو ژبو په پرتله چي صرف شفاهي دي، ژبنيز تغيرات کم واقع کيږي. په بله اصطلاح ليک د ژبو او لهجو د کنزروېشن يا خوندي ساتل کېدني په لاره کي يو مهم فاکتور وي. البته د يوې ژبي د ليکل سوي بڼي شتون خامخا د دې ضامن نه دی چي په اصلي شفاهي ژبه کي به تغيرات نه رامنځته کيږي. دا د زياتو نورو فاکتورونو تر څنګ پر دې پوري هم تړاو لري چي د يوې ژبي ويونکي تر کومي اندازې ليک لوستي دي.

د ژبي ليکل سوې بڼې د انسانانو تر منځ په پراخه اندازه د تماس نيونې او معلوماتو د شريک کولو امکان رامنځته کولو تر څنګ د انساني تجربو او علم د خوندي کولو، پراخولو او د زمان او مکان له قيد څخه په آزاده توګه د انتقالولو امکان رامنځته کړی دی. 
د يوې ژبي انځوريزه يا ګرافيکي پېښې (ليکل سوې بڼه يې) د اصلي شفاهي ژبي د خوندي او ژوندي ساتلو تر څنګ په ټوليزه توګه د انسان د پوهې، تجربې او علم د پراختيا او پرمختګ سبب ګرځې.
احمدولي اڅکزي، د ۲۰۲۲ کال د اګست ۹ نېټه

___
د ليکنې لنډ لينک: 
https://t1p.de/b1g66
___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ