چې دې وس د بدو نه وي

چې دې وس د بدو نه وي څه به ته څه به دې ښه وي
‎توبه هله د شرابو چې شراب درته پراته وي
چې بوډا شې خوله کړشپه بيا توبه توبه د څه کې؟
هغه ښه د بدو بد وي د ناکامه چې ته ښه کې
ملا ناست دی ټوکړو شکور ته وايي رندانو ته خراب
غريب څه وکړي جومات کښې نه معشوق شته نه شراب
دا چې باغ د ګلو ډک وي مستانه غوندې ماښام وي
دا چې سرې شونډې ساقي وي په سور لاس نيولی جام وي
دا چې تا ته راڼې سترګې غلی ووايي سلام
په مکيز دې زړه کښې بل کړي د مستۍ دوزخ تمام
وا وايي راشه راشه ياره وخت دی لږ خبرې ډېرې
او بيا د ورو شان د اوږو نه پستې لېچې کړي چاپېري
خوله د خولې ته کړي درپورته شوندې سرې تودې بېهوشه
لکه بله ډېوه رپي د ځوانۍ مستۍ د جوشه
سينه دروړي سنيې لا د بخمل هسې رېښمينه
د ارمان او مينې ډکه د نرګسو نه نيازبينه
او ستا وجود يو سمندر شي د طاقت او د سرور
زړه دې واخلي هغه اور چې هم اور دی او هم نور
ته چې دغه وخت اوچت شې، شې جومات کې په ژړا
ليونی وايي قسم دی يا خو غوث يې يا هيجړا

غني خان

___
د ليکنې لنډ لينک: 
https://t1p.de/3rdda
___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ