تا سره خندلي ما له تا سره ویر کړی دی

تا سره خندلي ما له تا سره ویر کړی دی
کله مې په تا کې او په ځان کې توپیر کړی دی

زهٔ له هغه وخته د منزل لاره صفا وینم
ما چې له کوم وخته یو پښتون زلمی پیر کړی دی

نهٔ غواړم چې وخت له ما یا زهٔ له وخته تېر شمه
څو لمحې مې اوساتې او وخت مې تصویر کړی دی

ژوند دی د نغمو، سرور، ښایست او د رنګونو نوم
هیڅ بې خونده نشته هسې ځان مو زهیر کړی دی

نهٔ وزي پښتون په نړیوال کلې ګډیږي نهٔ
پروت دی په خپل کور کې او خپل ور یې زنځیر کړی دی

ګوره چې و شا ته اقامت راپسې څوک کوي
ما خو د یو چا په محبت کې تکبیر کړی دی

وړي راوړي له عرشه بیا تر فرشه د ښایست زیري
ما خو تبسم د ټولو ښکلو سفیر کړی دی

عارف تبسم
د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۲۸مه نېټه 

___
د ليکنې لنډ لينک: 
https://t1p.de/0xj44
___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ